کابل ننګرهار بیا چاودنو ولړزول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95628-کابل_ننګرهار_بیا_چاودنو_ولړزول
په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت دپلاؤ ترمینځ د بین الافغاني خبرواترو راتلونکي افغان خلک دومره نهیلي کړي دي ، چې نور ئې په دوام هیڅ ټينګار نه کوي ،چې همدغه یوه خبره ده چې دامریکائي استعمار خوښه ده او په دوحې کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د پټو خبرواترو یوه سپيره نتیجه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2021 08:09 Asia/Kabul
  • کابل ننګرهار بیا چاودنو ولړزول

په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت دپلاؤ ترمینځ د بین الافغاني خبرواترو راتلونکي افغان خلک دومره نهیلي کړي دي ، چې نور ئې په دوام هیڅ ټينګار نه کوي ،چې همدغه یوه خبره ده چې دامریکائي استعمار خوښه ده او په دوحې کې د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ د پټو خبرواترو یوه سپيره نتیجه ده .

زمونږ خبریال د آریا نیوز  خبري آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د کابل په اتمې حوزې کې د نن سهار وختي د کار بم چاودنې له امله د خبر ترمخابیره کیدا پورې د درو کسانو دټپي کیدو  ګونګوسې دي ډ البته ځیني  سرچینې د ټپیانو شمیر یوپنځوس تنه ښئ .

 همداراز په یوه بل خبرکې وئيل شوي دي ، نن سهار د ننګرهار ولایت دجلال آباد ښار څلورمه حوزه هم بم چاودنې لړزولې  چې وئيل کیږي ،یو شمیر کسان ئې ټپیان  کړي دي .ددغو چاودنو پړه د خبر  ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې ، خو کره سرچینې وائي په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت دپلاؤ ترمینځ  د بین الافغاني خبرواترو  راتلونکي  افغان خلک دومره نهیلي کړي دي ، چې نور ئې په دوام هیڅ ټينګار نه کوي ،چې همدغه یوه  خبره ده چې دامریکائي استعمار  خوښه ده او  په دوحې کې  د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ  د پټو خبرواترو یوه سپيره نتیجه ده .