په افغانستان کښې د تاوتریخوالي کمیدل ضروري دي
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کښې د تشدد د کمیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کښې د تشدد د کمیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان پرون د دغه هیواد په چارو کښې د روسیې او جرمني له ځانګړو استازو سره په جلاجلا خبرواترو کښې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله صلاح مشورې وکړې.
هغه په دغو خبرو کښې په افغانستان کښې د تشدد د کميدو او له سفارتي لاروچارو د پایدارې صلحې په ټینګولو کښې د دوستو هیوادونو په مساوي ونډې باندې ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړه: د افغانستان داخلي خبرې اترې په دغه هیواد کښې د کړکیچ د خاتمې او د افغانانو د مصیبتونو او کړاونو د کمیدو ترټولو مناسبه لاره ده.