نیول شويو ترهګرو د وژلې نیت درلود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95758-نیول_شويو_ترهګرو_د_وژلې_نیت_درلود
په کابل کښې دریو نیول شویو ترهګرو غوښتل چې د امریکې د سفارت یو ژباړونکې ووژني
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2021 11:30 Asia/Kabul
  • نیول شويو ترهګرو د وژلې نیت درلود

په کابل کښې دریو نیول شویو ترهګرو غوښتل چې د امریکې د سفارت یو ژباړونکې ووژني

په کابل کښې دریو نیول شویو ترهګرو غوښتل چې د امریکې د سفارت یو ژباړونکې ووژني

د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال امر ا... صالح د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړې چې دغه کس غوښتل د نجیب په نامه د امریکې د سفارت یو مترجم، د کابل هوايي ډګر په لور د تلو په وخت ووژني.

صالح هم داشان وویل چې نیولو ترهګرو په غزني ولایت کښې د ترهګرو عملیاتو او قتل کولو روزنه ترلاسه کړې ده.

دغه درې تنه ترهګر دوه ورځې مخکښې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کښې نیول شوي دي.