طالبانو د امریکې د خزانې وزارت وروستی راپور رد کړ
د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د امریکا د خزاني وزارت هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې لا هم په افغانستان کې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکي لري.
د وسله والو طالبانو له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د امریکا د خزاني وزارت هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې لا هم په افغانستان کې طالبان له القاعده شبکې سره اړیکي لري.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، وروسته له هغې چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي، چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
په یاده علامیه کې ټینګار شوی دی، چې اوسمهال د القاعده ډلې هیڅ غړی په افغانستان کې نشته.
طالبانو دغه څرګندونې د امریکا د خزانې وزارت د هغه راپورونو په غبرګون کړي، چې ویلي یې وو، د حقاني شبکې مشرانو د القاعدې په مالي مرسته د یوې نوې وسله والې ډلې پر جوړېدو خبرې کړې دي، او په خبره یې طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکه لري او دغه شبکه د پیاوړتیا په حال کې ده.