امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95800-امریکا_له_افغانستانه_د_ځواکونو_د_ایستلو_پر_پرېکړه_بیا_کتنه_کوي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ددفاع نوی وزیر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2021 08:22 Asia/Kabul
  • امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ددفاع نوی وزیر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.

د پنټاګون نوی مشر لوید آسټین په نظر کې لري چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي.

پنتاګون کې سرچینو ویلي آسټین غواړي د له افغانستان او عراق څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرامپ په فیصلې باندې بیاکتنه کړي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی، خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر هم طالبانو سره پر هوکړي د بیاکتنې خبر ورکړی دی.

داسي ښکاري چي امریکا د افغانستان په وړاندې یو منسجم سیاست نه لري او د دې هیواد واکمنان هر یو په جلا توګه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې خپلې برنامې پلي کوي.