امریکا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ددفاع نوی وزیر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.
د پنټاګون نوی مشر لوید آسټین په نظر کې لري چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي.
پنتاګون کې سرچینو ویلي آسټین غواړي د له افغانستان او عراق څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرامپ په فیصلې باندې بیاکتنه کړي.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی، خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري.
دا په داسي حال کې دی چي د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر هم طالبانو سره پر هوکړي د بیاکتنې خبر ورکړی دی.
داسي ښکاري چي امریکا د افغانستان په وړاندې یو منسجم سیاست نه لري او د دې هیواد واکمنان هر یو په جلا توګه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې خپلې برنامې پلي کوي.