عطاء محمد نور:
د افغانستان د ولسي جرګې له دريځه ملاتړ کوو
د افغانستان د حزب جمعيت اسلامي يو مشر د حکومت لخوا له انحصاره د مخنيوي او د انصاف د پوره کېدو لپاره د دغه هېواد د ولسي جرګې له دريځ څخه ملاتړ اعلان کړ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان دحزب جمعيت اسلامي اجرائي مشر عطاء محمد نور نن په خپله فېس بک پاڼه کښې وليکل چې په هېواد کښې اقتدار له دريو ستنو څخه د يوې ستنې په توګه د ولسي جرګې د برحقه او جراتمندانه ملي دريځې نيونې د ستائنې او ملاتړ وړ دي.
عطاء محمد نور زياته کړه، د ولسي جرګې مشر او د خلقو استازي د انصاف د ټينګښت او له انحصاره د مخنيوي لپاره د ملت د کور د قانوني مقام او صلابت د ساتنې په وړاندې مسئول دي
دا په داسې حالاتو کښې دي چې له تېرې تقريباً يوې مياشتې راهسې د افغانستان د ولسي جرګې او حکومت ترمېنځ اختلافات زيات شوي دي او استازيو تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د بودجې دوه مسودې رد کړې دي. د افغانستان د ولسي جرګې د استازيو لخوا د دغه اقدام وجه د بودجې د نه توازن والے او نه منصف والے، د حکومت د کارکونکو د تنخواګانو د يوشان والي د پلان نه عملي کېدل، د احتياط په کوډونو کښې او ځينو هغو نورو مواردو کښې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د فرمان په د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني له دې مخکښې ادعا کړې وه چې حکومت د بودجې تائيدولو ته د استازيو د مجبورولو لپاره د هغوي د نزدې کسانو د څنګته کولو ګواښ کړے دے.