په افغانستان کې د تاوتریخوالو دوام نړۍ په غوصه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95944-په_افغانستان_کې_د_تاوتریخوالو_دوام_نړۍ_په_غوصه_کړې
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولی په دغه هیواد کې د هدفي بریدونو پړه په طالبانو واچوه او دې ډلي ته د تاوتریخوالو د دوام په اړه خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2021 04:11 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د تاوتریخوالو دوام نړۍ په غوصه کړې

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولی په دغه هیواد کې د هدفي بریدونو پړه په طالبانو واچوه او دې ډلي ته د تاوتریخوالو د دوام په اړه خبرداری ورکړ.

په کابل کې اروپايي ټولنه تېره ورځ په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې وروستي هدفي بریدونه او د زیربناو ورانول غندلي او یاد بریدونه د افغان حکومتي بنسټونو د کمزوري کېدو لامل بللی دی.

د یادې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: " طالبان د دا ډول هدفي تاوتريخوالو د ډيرو پیښو مسوولیت پر غاړه لري، او د دوی بريدونه دولتي ادارې کمزوري کوي او د يو نا امنه چاپېريال له رامنځته کېدو سره مرسته کوي، چې په هغه کې تروريستي او جنايتکارې ډلې کولی شي، په آزاده توګه فعالیت وکړي."

اروپايي ټولنې وسله والو طالبانو ته ګواښ کړی چې د دې ډلي له لوري د تاوتریخوالو دوام نړۍ په غوسه کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره باید تاوتریخوالي پای ته ورسیږي.

دا په داسي حال کې دی چي په دې وروستیو کې په افغانستان کې هدفي بریدونه زیات شوي.

د بلي خوا څخه بیا طالبان په ځلونو په یادو بریدونو کې د دغي ډلي لاس لرل ردوي او پړه یې په امریکا اچوي.