افغانستان منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96054-افغانستان_منځنۍ_اسیا_له_جنوبي_اسیا_سره_نښلوي
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 14:21 Asia/Kabul
  • افغانستان منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ.

د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکو د دې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه.

په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې د پرمختګ، اقتصادي ودې او دغه راز  د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتیدو لامل شي.

سرچینه زیاتوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له کوربه هېواد مننه وکړه چې ددې پروژې په هکله یې رغنده رول لوبولی دی.

ښاغلي اتمر د رېل پټلۍ دا پروژه، چې مزار شریف به د کابل له لارې له پېښور سره نښلوي، د افغانستان لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د یادې پروژې له لارې به د افغانستان اقتصادي وده نوره هم لوړه شي.

نوموړي د درې واړو هېوادونو ترمنځ دا پروژه د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې یو اساسي کار وباله او زیاته یې کړه چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمېنځ دا ګډه پروژه به د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې له پاره مشترک ټکی شي او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا د نښلولو ګډه هیله به  ترسره کړي.

د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

تېره میاشت هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقینه ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د برېښنا د لېږد او نوري فایبر پروژې افتتاح شوې وې.