د افغانستان په ختیځ باندې د پاکستان له خوا بریدونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96086-د_افغانستان_په_ختیځ_باندې_د_پاکستان_له_خوا_بریدونه
د افغانستان په ختیځ کې پاکستانی پوځیانو له کونړ وروسته پر ننګرهار هم توغندویز بریدونه وکړ.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 04, 2021 13:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ باندې د پاکستان له خوا بریدونه

د افغانستان په ختیځ کې پاکستانی پوځیانو له کونړ وروسته پر ننګرهار هم توغندویز بریدونه وکړ.

عینی شاهدان وایي چي پاکستانی پوځیانو په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په خوګاخیلو سیمه نږدی څلویښت  توغندي راتوغولي دي.

شاهدانو ویلي چې ددغو توغندیو له امله انساني زیان نه دی رامنځته شوی خو دخلکو په منځ کی یې ویره خوره کړې او ګڼ شمیر کورنۍ خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوی دي .

دننګرهار ولایتی ادارې تر اوسه په دې اړهخ څه نه  دي ویلي 

په روانه اونۍ کې پاکستانی ځواکونو د کونړ ولایت پر شولتن ولسوالۍ هم پنځوس توغندي راتوغولي و .

پر ننګرهار دپاکستاني پوځیانو له لورې توغندویز بریدونه داسی مهال کیږي چې د افغانستان دبهرنیو چارووزارت په یوه خبر پاڼه کې دپاکستاني پوځیانو له لورې توغندویز بریدونه د افغانستان  پر حاکمیت تیری بللی او له پاکستاني لوری څخه یی د هغی د ژر بندیدو غوښتنه کړې ده.