د افغانستان د حکومت په اپوټه، طالبان صلحه نه غواړي
د افغانستان حکومت په دې هکله د طالبانو ادعا رد کړه چې ګني ولسمشر اشرف غني د صلحې مخه نیسي.
د افغانستان حکومت په دې هکله د طالبانو ادعا رد کړه چې ګني ولسمشر اشرف غني د صلحې مخه نیسي.
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: حکومت د صلحې د مذاکراتو له میزه نه پاڅي ځکه چې ځان په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د امنیت په راوستلو ژمن ګڼي او په هم دې وجه د حکومت د صلحې مرکچي پلاوی لاهم په دوحه کښې دی څو په هیواد کښې حقیقي صلحي راولي.
حمد الله محب زیاته کړه چې د طالبانو مرکچي ټیم په مختلفو پلمو د مذاکرې میز پریښې دی او صلحه نه غواړي.
د ویلو ده چې د افغانستان د صلحې د مذاکراتو په وړاندې د طالبانو کړنلاره په دې وروستیو کښې بدله شوې ده او هغه یې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له ایستلو سره د امریکې په مخالفت پورې تړلې دي.