د افغانستان د سولې د مرکچي ډلې غړي کابل ته ستنیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96272-د_افغانستان_د_سولې_د_مرکچي_ډلې_غړي_کابل_ته_ستنیږي
تسنیم خبري اژانس وايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچي ټیم نامتو غړی چې د ولسمشر اشرف غني د نه محبوبیت او د موقته حکومت د جوړیدا د احتمال په هکله یې نظر څرګند کړی و ټاکل شوي ده چې په زوره کابل ته ورستون کړی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 00:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې د مرکچي ډلې غړي کابل ته ستنیږي

تسنیم خبري اژانس وايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د مرکچي ټیم نامتو غړی چې د ولسمشر اشرف غني د نه محبوبیت او د موقته حکومت د جوړیدا د احتمال په هکله یې نظر څرګند کړی و ټاکل شوي ده چې په زوره کابل ته ورستون کړی شي .

د افغانستان رسنیو ایشوا کړه محمد امین احمدي  چې په تیرو میاشتو کښې یې له طالبانو سره د سولې په هکله یوشمیر ښکاره څرګندونې کړي دي ټاکل شوي ده چې په زوره کابل ته ورستون کړی شي .

محمد امین احمدي  په ایشوا شوي غږیز پیغام کښې ویلي وو چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دنیا کښې محبوبیت نلري او په هیواد کښې موقته حکومت جوړیدونکی دی .

احمدي په دغه غږیږ پیغام کښې چې رسنیو ته رسیدلی دی ټینګار کړی چې د موقته حکومت له جوړیدا پرته د سولې امکان نشته او له افغانستان څځه د نړیوالو هیوادونو د ملاتړ شرط هم له طالبانو ډلې سره سوله کول دي .

ځینو سرچینو ویلي دي چې له طالبانو سره د افغانستان د مرکچي ډلې نامتو غړی محمد امین احمدي ټاکل شوي ده چې نن د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه کابل ته ورستون کړی شي .

له دې مخکې د طالبانو د دفتر د سیاسي چارو مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي هم ویلي وو ولسمشر اشرف غني له غیر قانوني لارې واک ته رسیدلی دی او د سولې په خاطر ښه خبره دا ده چې استعفا ورکړي .

هغه په قطر کښې بین الافغاني خبرو اترو ته په اشارې سره ټینګار کړی و چې د یوه (۱)نوي حکومت په هکله به موافقه وشي چې د اوسني حکومت ځای ناستی شي .