په افغانستان کې د۳ کمانډرانو پشمول ۶۴طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96304-په_افغانستان_کې_د۳_کمانډرانو_پشمول_۶۴طالبان_وژل_شوي
که څه هم تر دې دمه ددغو پيښو مسئولیّت د خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې،خو د افغانستان حکومت دغه زیاتره حملې د طالبانو کار ګڼي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 09, 2021 11:50 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د۳ کمانډرانو پشمول ۶۴طالبان وژل شوي

که څه هم تر دې دمه ددغو پيښو مسئولیّت د خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې،خو د افغانستان حکومت دغه زیاتره حملې د طالبانو کار ګڼي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،د فاریاب ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې  د طالبانو پر مرکزونو اومورچلو باندې په هوائي حملو کې د قاری مهراب ، قاری شریف اوقاری معاذا... په نامو سره د طالبانو ډلې د درو مشهورو کمانډرانو پشمول ۲۸ وسلوال  وژل شوي دي .

په دغې اعلامیې کې  وئيلي دي،په دغوحملوکې همداراز اتلس وسلوال  ټپیان شوي  هم دي او دغه راز د  دوي یو شمیر ګاډي او  نور تجهیزات هم تباه شوي دي .همداراز په ننګرهار ،فاریاب کندهار  او هلمند ولایتونو کې هم په بیلابیلو حملو او نښتو کې ۲۵نور طالبان وژل شوي او په لسګونو نو ر ټپیان شوي دي

همداراز په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، د افغانستان  په کابل کې د وردک میدان  ولایت دکلو د پراختیاد وزارت څلور کارکونکي نن  د په پنځمې حوزې کې  د  مخ پټو  وسلوالو په برید کې  کې ووژل شول .

 د کابل د پولیسو  ویندوي فردوس فرامرز  وئيلي دي،دغه حمله د کابل ښار د باغ داؤد سړک په پنځمې حوزې کې  د میدان وردک  د انکشاف  دهات  وزارت د کارکونکو پر ګاډي  شوي ده .

که څه هم تر دې دمه  ددغو پيښو مسئولیّت د  خبر تر مخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې،خو د افغانستان حکومت دغه زیاتره حملې د طالبانو کار ګڼي .