د امریکا او طالبانوډلې په موافقې دې بیا کتنه وشي
د امریکا نوي حکومت هم اعلان کړی چې له طالبانو ډلې سره د دوي شوي موافقې ته د طالبانو ډلې په پابندۍ غور کوي . البته د افغانستان ولس نور دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ له شوي موافقې او له بین الافغاني خبرواترو هم نهیلي شوی او ورته هیڅ امید نه لري .
تسنیم خبری آژآنس راپور ورکړی ، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې د سرې میاشتې دنړیوالې کمیټې دنمایندګۍ له مشر خوان پدرو شیرر سره په کتنې کې وئيلي دي ، د طالبانوډلې او امریکا ترمینځ په قطر کې موافقه په بیړې سره لاسلیک شوې د ه ،پر دې اساس په افغانستان کې د ثبات د رامینځةکولو او د سولې دبهیر دبریالي کیدا لپاره هیڅ ضمانت نه لري .
سروردانش زیاته کړې ، دافغانستان د ولس او حکومت تمه دا ده چې نړیواله ټولنه او په افغانستان کې دخیل نړیوال ملاتړي په تیره بیا دامریکا حکومت دې ددغې موافقې په باب بیا کتنه وکړي .
په دوحې کې بین الافغاني خبرې اترې کابو له دوو میاشتو راهسې په ټپه دریدلي دي او دافغانستان حکومت ئې دلیل هم د طالبانو ډلې بې پامي او ددغې ډلې دبهرنیو سفرونو دوام ګڼي . له بل پلوه د افغانستان دحکومت مرکچي ټيم ځيني غړي هم بیرته کابل ته ستانه شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا نوي حکومت هم اعلان کړی چې له طالبانو ډلې سره د دوي شوي موافقې ته د طالبانو ډلې په پابندۍ غور کوي . البته د افغانستان ولس نور دامریکا او طالبانو ډلې ترمینځ له شوي موافقې او له بین الافغاني خبرواترو هم نهیلي شوی او ورته هیڅ امید نه لري .