بایډن:
له افغانستان څخه خپلي سرتیري نه باسو
د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې ویلي چي په ټاکلې موده کې به له افغانستان څخه امریکایي فوځیان نه وباسي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ددغه هیواد په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال ویلي: ددې احتمال شته چې د مې په میاشت کې خپل سرتېري له افغانستان و نه باسي.
هغه زیاته کړې چي د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پوري به له افغانستان څخه خپل سرتېري نه وباسي ، بلکې تمرکز یې پر دې دی چې روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه کړي.
جو بايډن دغه راز ادعا کړی چې د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره لومړی د خبرو لارې غوره کوي او نظامي کړنلارې به یې وروستی انتخاب وي.
دا په داسي حال کې چي تر دې مخکې د ټرامپ اداره طالبانو سره هوکړه کړې وه چي د مې تر میاشتي پوري خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
اوس مهال طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړی چي د سولي له تړون څخه د امریکایانو سرغړونه به په افغانستان کې د هغوي د ځواکونو لپاره خطرناکي پایلي ولري.