په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په کاروان باندې برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96426-په_افغانستان_کې_د_ملګرو_ملتونو_په_کاروان_باندې_برید
نامعلومه وسلوالو د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما پر موټریز کاروان برید کړی چې په ترڅ کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2021 03:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په کاروان باندې برید

نامعلومه وسلوالو د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما پر موټریز کاروان برید کړی چې په ترڅ کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یوناما وايي، د دوی پر کاروان د کابل په سروبي ولسوالۍ اړوند برخو کې برید شوی.

یوناما پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې، دغه برید کې د ملګرو ملتونو کوم کارکوونکي یا ګاډي ته زیان نه دی رسېدلی؛ خو په افغانستان کې د دې ادارې پرسونل خوندیتوب ادارې د پنځو افغان ساتونکو په وژنه خواشیني ده.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال رامز الکبروف هم پر خپل ټوېتر لیکلي، چې ملګري ملتونه د افغان امنیت ساتونکو د وژل کېدو له امله له افغان حکومت سره خواشیني څرګندوي.