هرات کې د پاشدان بند څلور کارکوونکي بېرته خوشې شول
د هرات ولایت د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ تنه بېرته خوشې شوي.
د هرات ولایت د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ تنه بېرته خوشې شوي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د پاشدان بند د پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي وايي، ۱۱ کارکوونکي یې وړمه ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوي و چې تر اوسه یې د ۷ تنو د برخلیک په هکله معلومات نه لري.
د هرات ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ددې ولایت د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي ویلي، د پاشدان بند دغه کارکوونکي د یوه کانال په کیندلو بوخت و چې وسله والو طالبانو برمته کړي او د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ کښې یې خپل پټنځي ته بېولي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.
پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلو متري واټن کې پروت دی. ټاکل شوې تر درې میاشتو پورې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پيل شي.
دغه بند د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او دوه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د هرات – خواف رېل پټلۍ د ساتنې څلور ساتونکي هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوي و.