امریکا او بحرین د ایران پرضد خپل پریکړه لیک بیرته واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172668-امریکا_او_بحرین_د_ایران_پرضد_خپل_پریکړه_لیک_بیرته_واخلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر عالم اف» هیله وکړه چې د ایران او د امریکا خبرې په نهایت کښې نتیجې ته ورسیږي او هغه دغه راز په امریکا او بحرین غږ وکړ چې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د خپل پریکړه لیک مسوده بیرته واخلي.
(last modified 2026-05-09T05:17:42+00:00 )
May 09, 2026 09:44 Asia/Kabul
  • امریکا او بحرین د ایران پرضد خپل پریکړه لیک بیرته واخلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر عالم اف» هیله وکړه چې د ایران او د امریکا خبرې په نهایت کښې نتیجې ته ورسیږي او هغه دغه راز په امریکا او بحرین غږ وکړ چې د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د خپل پریکړه لیک مسوده بیرته واخلي.

هغه وویل مونږ نشو کولای د دغه مسودې ملاتړ وکړو او د دغه پریکړه لیک د مسودې له برابرونکو یعني امریکا او بحرین غواړو چې خپل پریکړه لیک بیرته واخلي او په بیړې سره کومه فیصله ونکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر عالم اف»  له «ایزویستیا»ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل دغه راز د روسیې او د چین د پریکړه لیک مسوده په میز باندې شته چې پکښې د جنګ د ختمولو لپاره له لورو څخه روښانه غوښتنه، له زور څخه ډډه کول او د خبرو په میز باندې د اختلاف حل کول پکښې شامل دي او ځینې برخې یې هم د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د تضمینولو په اهمیت باندې ټینګار لري.

بل خبر دا چې د روسیې دغه استازي عالم اف او د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د غړیو هیوادونو د ډيپلوماټیکو استازیو او سفیرانو پرون په ماسکو کښې په کتنه کښې د مینځني ختیځ د بدلونونو او د هرمز اوبلارې په اړه یې  خبرې اترې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «الکساندر عالم اف» په دغه کتنه کښې د ایران د مسلې په هکله د ماسکو په دریځ ټینګار وکړ او له ټولو ښکیلو لورو یې وغوښتل چې له یواړخیزه او مقابله غواړو اقداماتو څخه چې د ایران او د امریکا ترمینځ د متقابل تفاهم د کمزورتیا سبب کیږي ډډه وکړي.