د سولې موافقه د پارلمان او د لوې جرګې پرغاړه ده
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ملي پارلمان او مشورتي لویه جرګه له طالبانو سره د سولې د موافقې نهايي فیصله کونکي دي .
له طالبانو سره د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل د دغه ټیم یوشمیر غړیو په ویډیويي غونډې کښې وویل په هیواد کښې د موجودو بریاو د ساتلو د ډاډ لپاره ملي شورا او لویه جرګه د سولې په موافقې کښې نهايي فیصلي کونکي دي .
معصوم ستانکزي او د مرکچي ډلې یوشمیر نورو غړیو په اروپايي هیوادونو کښې له هستوګنه افغانانو سره په ویډیو کانفرنس کښې د پایداره ثبات او دسولې د ټینګیدا لپاره د افغانانو ترمینځ د اجماع په پیاوړتیا باندې ټینګار سره وویل هیواد باید تیر تیاره وخت ته ورستون نشي .
ستانکزي په داسې حال کښې ملي پارلمان او لویه جرګه د سولې د موافقې په هکله نهايي فیصله کونکي بللي دي چې د روغې جوړې لوړه شورا ځان د سولې د هڅو اصلي مرجع ګڼي .