په ننګرهار کې ۱۸۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Feb 17, 2021 13:57 Asia/Kabul
د ننګرهارامنتي چارواکي د دغه ولایت په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د ۱۸۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرورکوي.
د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزي وویل، په تېرو ۱۴ ورځو کې په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۴ نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په یاده موده کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د شېرزادو د ګندمک ، قاضیانو، پنګزي ، صواتیانو او د طوطي سیمې پاکې شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ټیګونه