افغانستان د روسیې د استازي څرګندونې د نه توجیه وړ وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96704-افغانستان_د_روسیې_د_استازي_څرګندونې_د_نه_توجیه_وړ_وبللې
شفقنا خبري اژانس وايي کابل د موقته حکومت د جوړولو په هکله د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې ګډې وډې او د نه توجیه وړ وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 01:09 Asia/Kabul
  • افغانستان د روسیې د استازي څرګندونې د نه توجیه وړ وبللې

شفقنا خبري اژانس وايي کابل د موقته حکومت د جوړولو په هکله د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې ګډې وډې او د نه توجیه وړ وبللې .

د افغانستان خارجه وزارت پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې د کابل په کورنیو چارو کښې لاسوهنه او په افغانستان کښې د پایداره سولې پراساس د خلکو د غوښتنې ښکاره خلاف ورزۍ ده او د دواړو هیوادونو له ګډو ګټو او اوسنیو واقعیتونو سره په تضاد کښې دي .

د افغانستان د خارجه وزارت په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي خلک حق لري په خپلې ازادې ارادې سره د عمومي انتخاباتو له لارې د خپل حکومت برخلیک وټاکي .

د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په یولړ څرګندونو  کښې وړاندیز کړی و د دغه هیواد د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د موقته حکومت جوړول دي .