افغانان باید د خپل برخلیک فیصله په خپله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96838-افغانان_باید_د_خپل_برخلیک_فیصله_په_خپله_وکړي
د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ټیم مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پکار دي د خپل برخلیک په اړه، په خپله پریکړه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 04:14 Asia/Kabul
  • افغانان باید د خپل برخلیک فیصله په خپله وکړي

د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ټیم مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پکار دي د خپل برخلیک په اړه، په خپله پریکړه وکړي.

د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ټیم مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پکار دي د خپل برخلیک په اړه، په خپله پریکړه وکړي.

معصوم ستانکزي په آنلاین غونډې کښې د صلحې په بهیر کښې د اغیزشیندونکي عامل په توګه د کورنۍ اجماع په پیاوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې روان تاوتریخوالي هیڅ توجیه نه لري.

هغه د صلحې له بهیر سره په مرستې کښې د عالمانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه: د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې د کامیابۍ لپآره د افغانستان له سترو عالمانو سره همغږي او یو زړه توب ضروري دی څو ضروري پیوستون رامینځته شي ځکه چې په افغانستان کښې روان تشدد او جنګ د شرعي او اسلامي اصولو خلاف دی.