افغانان باید د خپل برخلیک فیصله په خپله وکړي
د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ټیم مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پکار دي د خپل برخلیک په اړه، په خپله پریکړه وکړي.
د افغانستان د صلحې د مذاکراتو د ټیم مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک پکار دي د خپل برخلیک په اړه، په خپله پریکړه وکړي.
معصوم ستانکزي په آنلاین غونډې کښې د صلحې په بهیر کښې د اغیزشیندونکي عامل په توګه د کورنۍ اجماع په پیاوړتیا باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې روان تاوتریخوالي هیڅ توجیه نه لري.
هغه د صلحې له بهیر سره په مرستې کښې د عالمانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه: د صلحې د خبرواترو په بهیر کښې د کامیابۍ لپآره د افغانستان له سترو عالمانو سره همغږي او یو زړه توب ضروري دی څو ضروري پیوستون رامینځته شي ځکه چې په افغانستان کښې روان تشدد او جنګ د شرعي او اسلامي اصولو خلاف دی.