د افغانستان د سولي د بهیر ارزونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96848-د_افغانستان_د_سولي_د_بهیر_ارزونه
د افغانستان او د ایران سفیران په اسلام اباد کې د بېلابېلو مسالو منجمله د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 08:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولي د بهیر ارزونه

د افغانستان او د ایران سفیران په اسلام اباد کې د بېلابېلو مسالو منجمله د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري اترې وکړې.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر (سید محمدعلی حسیني) او د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل د دوستانه اړیکو او د سولي د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې تل د اساسي له قانون او د ډیموکراټیک نظام له بنسټ څخه ملاتړ کړی.

د افغانستان په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان د جنورۍ په میاشته کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره په کابل کې خبري اترې وکړې.