طالبانو د صلحې په مذاکراتو کښې هویت ومونده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97110-طالبانو_د_صلحې_په_مذاکراتو_کښې_هویت_ومونده
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي چې طالبانو د صلحې په خبرواترو کښې هویت پیدا کړ او د دغې ډلې څو زره زندانیان هم خوشې شول.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 02, 2021 03:55 Asia/Kabul
  • طالبانو د صلحې په مذاکراتو کښې هویت ومونده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي چې طالبانو د صلحې په خبرواترو کښې هویت پیدا کړ او د دغې ډلې څو زره زندانیان هم خوشې شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي چې طالبانو د صلحې په خبرواترو کښې هویت پیدا کړ او د دغې ډلې څو زره زندانیان هم خوشې شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وړومبي مرستیال شاه محمود میاخیل پرون (د دفاع او امنیت د ملي ځواکونو له ورځې د ملاتړ په نندارتون او جشن) کښې وویل: د صلحې د دغو مذاکراتو له پیلیدو وروسته له پنځو نه تر شپږو زرو پورې طالب بندیان آزاد شو خو دغې ډلې تاوتریخوالې بیخي کم نه کړ.

میاخیل زیاته کړه: د طالبانو محاسبه ناسمه وه او فکر یې کوه چې د جنګ په میدان کښې به ډیر امتیاز ترلاسه کړي خو داسې ونه شوه.

هغه وویل چې طالبانو د تاوتریخوالو د کمولو، د دایمي اوربند ټینګیدو ته د زمینې د برابرونې، له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د غوڅولو او د افغانستان له حکومت سره په مذاکراتو کښې د چټکتیا په شمول له امریکې سره تش په نامه د صلحې په موافقې کښې پر خپلو کړو ټولو ژمنو باندې عمل نه دی کړی.