په افغانستان کښې د امريکې د جنايتونو غندنه
د افغانستان د اجتماعي کلتوري فعاليتونو مرکز تبيان مشر تاکيد وکړ دغه هېواد کښې د امريکې د ماتې خوړلي شتون دوام په افغانستان کښې جنايتونو ته لمن وهي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد عيسی حسيني په ننګرهار ولايت کښې د اوو تنو مظلومو هزاراو کارګرانو د وژل کېدو په غندنې وويل ، که په افغانستان کښې د نيواکګرو شتون دوام ومومي نو ناامني، بې ثباتي، جنګ او قتل عام به له مخکښې نه څو چنده زيات پراختيا ومومي.
د صدای افغان خبري آژانس مشر د اوو بې دفاع هزاروو کارګرانو قتل يو نه بخښونکے جنايت او نسل کشي وبلله او وې ويل داسې اقدامات له ترهه ګريز جنايتونو سره په مقابله کښې د حکومت د بې پروائۍ ښودونکي دي.
هغه خبردارے ورکړ که په افغانستان کښې دا ډول جنايتونه دوام ومومي نو د طالب ډلې حامي اغيار به ډېر زر له طالبانو سره د مشارکتي حکومت و د اشرف غني حکومت د نسکورولو د منصوبې په اړه خپل سپېرۀ او پليد پلان کښې کامياب شي.
اوه شيعه کارګران په وروستيو کښې د ننګرهار ولايت په سرۀ رود ولسوالۍ کښې د ترهه ګرو په حمله کښې ووژل شول.