طالبانو په افغانستان کې ۵۳پوځيان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97264-طالبانو_په_افغانستان_کې_۵۳پوځيان_خوشي_کړل
نیواکګران د خبرواترو د بهیر د دریدا او د جنګ ددوام غوښټونکي دي او یوازې له جنګ ځپلي آفغانستانه د دوي په وتلو سره ئې هیواد ته آرامښت او سوله بیرته ستنیدلی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې ۵۳پوځيان خوشي کړل

نیواکګران د خبرواترو د بهیر د دریدا او د جنګ ددوام غوښټونکي دي او یوازې له جنګ ځپلي آفغانستانه د دوي په وتلو سره ئې هیواد ته آرامښت او سوله بیرته ستنیدلی شي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،دغه امنیتی ماموران ئې  دافغانستان  دملی اردو له مامورانو سره په نښتو کې نيولي وو  او له نیول شوو څخه  دولس پوځیان له طالبانو سره یو ځای شوي دي .  

 د طالبانو ډلې دغه اقدام په داسې حال کې   دی ، چې  د افغانستان دسولې بهیر هماغه راز دریدلی او دشکونو په شپول کې دی . د افغانستان  حکومت  هم د قطر د تش په نامې سولې خبرواتر د موافقې په اساس ، د امریکا په دباؤ او ګواښونو سره له بندونو  پنځه زره طالب بندیان خوشي کړی دی، چې  د افغانستان ولس  د جنګ ترهه ګرۍ  او د بې ګناه خلکو د عامو وژلو د پراختیا  اصلي لوبغاړې امریکا دغه ګوت وهونکی اقدام څخه سخته کرکه نندارې ته وړاندې کړې او باوري دی  چې نیواکګران  د خبرواترو د بهیر د دریدا او د جنګ ددوام  غوښټونکي دي  او  یوازې له جنګ ځپلي آفغانستانه د دوي په وتلو سره   ئې هیواد ته آرامښت او سوله بیرته ستنیدلی شي .