په کابل کښې ترهه ګريز عمليات شنډ کړې شول
Mar 06, 2021 09:07 Asia/Kabul
افغان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په پائتخت کښې د بم چاودنې مخنيوے وکړ.
د افغان اوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز وويل، يو مضبوط بم چې د کابل ولايت په ده سبز وسوالۍ کښې د حاجي سلېمان نومې جومات مخې ته اېښودل شوے ؤ افغان امنيتي ځواکونو کشف او شنډ کړ.
تر اوسه د دغه بم اېښودو هدف او د عاملانو په اړه څه معلومات نه دي خپارۀ شوي.
ټیګونه