طالبانو د۵۳ په ځاي یوازې ۳ پوځیان خوشي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97322-طالبانو_د۵۳_په_ځاي_یوازې_۳_پوځیان_خوشي_کړي
د افغانستان په چارو کې د امریکا لاسوهنې او په دغه هیواد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو شتون په جنګ ځپلي افغانستان کې د تاؤتریخوالي او ناکراریو دزیاتیدا لامل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 07, 2021 08:30 Asia/Kabul
  • طالبانو  د۵۳ په ځاي یوازې ۳ پوځیان خوشي کړي

د افغانستان په چارو کې د امریکا لاسوهنې او په دغه هیواد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو شتون په جنګ ځپلي افغانستان کې د تاؤتریخوالي او ناکراریو دزیاتیدا لامل شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان د کندهار ولایت دپولیسو ویندوي جمال الناصر  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،طالبانوډلې  چې پرون ئې د ۵۳افغان پوځیانو د خوشي کولو خبره کړې وه ، یوازې درې پوځیان ئې خوشي کړي  او نور پنځوس تنه  ئې عام افغانان خوشي کړی دي .

 د افغانستان حکومت  تیرکال  له بندونه  د طالبانو پنځه زره  بندیان، دامریکا په دباؤ او ګواښ سره خوشي کړي وو . 

 د افغانستان په چارو کې د امریکا لاسوهنې  او په دغه هیواد کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو شتون  په جنګ ځپلي  افغانستان کې د تاؤتریخوالي او ناکراریو  دزیاتیدا لامل  شوی دی .  له افغانستانه په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ،د افغانستان د بلخ ولایتی شورا یوه مسئول  محمد امین دره صوفی  نن په یولړ څرګندونو  کې وئيلی دي ،چې طالبانو ددغه والایت په  نهر شاهي ولسوالس کې په پوځي پُستې په حملې  سره لس پولیس وژلي او یوشمیر نور ئې هم ټپیان کړي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په قطر کې د طالبانو ډلې او  افغانستان دحکومت ترمینځ بین الافغاني خبرې اترې هم له بندون سره مخ شوي او  ولس هم ورڅخه  نهیلی شوی دی.