د امریکا له خوا د موقتي ادارې وړاندیز ته د عبدالله غبرګون
Mar 08, 2021 03:58 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، د امریکا د حکومت له لوري د سولې وړاندې شوې طرحه یوه نظریه او په تړاو یې بحثونو ته اړتیا ده.
هغه وویل، د سولې په تړاو چې هر ډول تصمیم نیول کېږي، باید د افغانانو په مشوره وشي او په وینا یې په دغه هېواد کې د سولې پروسې د چټکتیا په تړاو یو فکر پیدا شوی دی.
عبدالله وویل چې د امریکا له لوري اوسنۍ رامنځته شوې طرحه یوازې د سولې پروسې چټکتیا لپاره مطرح شوې ده.
په دې وروستیو کې امریکا د افغانستان د سولي په تړاو د لنډ مهالي ادارې د رامینځ ته کولو طرحه یې وړاندې کړې ده.
د ځینو کارپوهانو په وېنا امریکا په دې کار سره هڅه کوي چي د سولي د بهیر تر څنګ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
ټیګونه