د امریکې له طرحي سره د افغانستان د ولسمشر مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97356-د_امریکې_له_طرحي_سره_د_افغانستان_د_ولسمشر_مخالفت
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې امریکا د مشارکتي او یا انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی  ویلي چي د دوی لپاره د واک لېږد یو مهم او نه معامله کېدونکی اصل دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2021 04:02 Asia/Kabul
  • د امریکې له طرحي سره د افغانستان د ولسمشر مخالفت

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې امریکا د مشارکتي او یا انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی  ویلي چي د دوی لپاره د واک لېږد یو مهم او نه معامله کېدونکی اصل دی.

د امریکا له استازی زلمی خلیلزاد سره د ځینو افغان سیاستوالو تر لیدنې وروسته د افغانستان ولسمشر وویل، هغه خلک چې واک ته د رسېدو لپاره دغې او هغه دروازې ته ورځي، باید پوه شي، چې په افغانستان کې واک او اقتدار ته د رسېدا یوازې یوه دروازه او یوه کلي لري، چې هغه هم، د افغانانو ازادې رایې دي.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تر مدېریت لاندې د ازادو، رڼو او سراسري ټاکنو د نېټې په اړه بحث وکړي.

اشرف غنی وایي، دی یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره قربانۍ ته چمتو دی، خو ټینګار کوي، چې دغه قرباني له مسوولیتونو د تېښتې او د دې هیواد د اساسي قانون د ترپښو لاندې کولو په معنی نه ده.

هغه د امریکا نوې طرحې ته په اشارې سره دا هم وویل چې له پردیو هېوادونو راغلي خیالونه او خوبونه افغانستان کې سوله نه شي راوستلای.