عبدالله ته د مسکو په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97426-عبدالله_ته_د_مسکو_په_کنفرانس_کې_د_ګډون_بلنه_ورکړل_شوې
د افغانستان د ملي مصالحې شورا اعلان وکړ چي د افغانستان د سولي په تړاو د مسکو په کنفرانس کې عبدالله عبدالله ته هم د ګډون بلنه شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • عبدالله ته د مسکو په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د افغانستان د ملي مصالحې شورا اعلان وکړ چي د افغانستان د سولي په تړاو د مسکو په کنفرانس کې عبدالله عبدالله ته هم د ګډون بلنه شوې.

د افغانستان د ملي مصالحې د شورا ویاند فریدون خوځون د سه شنبې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چي د دې شورا له مشر عبدا الله عبدالله څخه د روسیې په کنفرانس کې د ګډون بلنه شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د مصالحې شورا د مشر تر څنګ د افغانستان نور سیاسي مشران، د طالبانو مشران او امریکایي استازي هم دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم تر اوسه په دغه کنفرانس کې د ګډون پرېکړه نه ده شوې، خو په خبره یې، په دې اړه د مصالحې عالي شورا بحثونه روان دي.