د هرات ټروریستي برید ته اشرف غنی غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97564-د_هرات_ټروریستي_برید_ته_اشرف_غنی_غبرګون
د افغانستان ولسمشر په هرات کې وروستی ټروریستي چاودنه د بشریت په ضد یو ستر جنایت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2021 09:50 Asia/Kabul
  • د هرات ټروریستي برید ته اشرف غنی غبرګون

د افغانستان ولسمشر په هرات کې وروستی ټروریستي چاودنه د بشریت په ضد یو ستر جنایت وباله.

اشرف غنی په هرات کې د جمعې د ماښام د چاودنې غندنه وکړه او ویې ویل: داسي جنایت د دې ښودنه کوي چي طالبان په افغانستان کې د جنګ د ختمېدو او د سولي د راتلو پلویان نه دي.

هغه زیاته کړه: طالبان خپل نامشروع جنګ او د خلګو په وړاندې تاوتریخوالو ته په دوام ورکولو سره یو ځل بیا وښوده چي نه یوازې د روان کړکېچ د سیاسي حل په موخه اراده نه لري، بلکي د حالاتو په پېچلي کولو سره د سولي د رامینځ ته شوی فرصت د خرابولو هڅي کوي.

د افغانستان ولسمشر خبرداری ورکړ چي طالبان او د هغوی ملاتړي دي پوه شي چي د بېګناو خلګو په وړاندې د داسي خونړو بریدونو څخه د کرکي او نفرت پرته هیڅ هم لاسته نه راوړي.

تېره شپه یو موټر بم د هرات د څوارلسمي حوزې ته څېرمه چاودنه وکړه چي د امله یې ۸ تنه ووژل شول او له ۶۸ تنو زیات ژوبل شول، د دې پیښي اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

په افغانستان کې اکثره مذهبي څېرې او سیاسي مشران د دې هیواد په کورنیو چارو کې د امریکا له لاسوهنو څخه اندېښمن دي او په دې باور دي چي امریکا له افغانستان څخه په نه وتلو او د سولي په موافقې باندې په نه ژمنتیا سره داسي چاودنو او د ملکي وګړو د وژلې زمینه برابره کړې ده.