د طالبانو یو پلاوی د ماسکو په غونډه کښې ګډون کوي
Mar 16, 2021 03:05 Asia/Kabul
د طالب ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ماسکو په غونډه کښې ګډون کوي.
د طالب ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ماسکو په غونډه کښې ګډون کوي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د مرکچي ټیم ویاند محمد نعیم وویل: ملا عبدالغني برادر د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ د ماسکو په غونډه کښې د ګډون لپاره روسیې ته ځي.
د مارچ په اتلسمه نیټه د ماسکو د صلحې په غونډه کښې به د محمد معصوم استانکزي، نادر نادري، متین بیګ او حبیبه سرابي په شمول څلور کسان د افغانستان د حکومت په استازیتوب ګډون وکړي.
دغه غونډه د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ کښې ترسره کیږي او ورپسې په اپریل کښې به په هم دې لړ کښې د استنبول غونډه هم ترسره شي.
ټیګونه