د روسیې په غونډه کې د عبدالله عبدالله ګډون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97694-د_روسیې_په_غونډه_کې_د_عبدالله_عبدالله_ګډون
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دولت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2021 09:05 Asia/Kabul
  • د روسیې په غونډه کې د عبدالله عبدالله ګډون

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دولت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا سلاکار سید ظاهر مطهري وویل: د مسکو په غونډه کې به د دې شورا عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: هیله من یو د طالبانو ډله له دغه راغلي فرصت څخه د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام ورته وکړي.

د عبدالله سلاکار مجیب رحیمي وايي، چې د پلاوي نور غړي هم ټاکل شوي خو ده یې په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

بل خوا په پام کې ده د ترکیې په استانبول کې هم په را روانه میلادي میاشت کې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه وشي، خو لا هم د افغان دولت او طالبانو د ګډون په باب څه نه دي ویل شوي.