هره صلحه باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97788-هره_صلحه_باید_د_افغانستان_د_اساسي_قانون_په_چوکاټ_کښې_وي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د صلحې لپاره هره طرحه پکار دي چې د دغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کښې وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2021 14:14 Asia/Kabul
  • هره صلحه باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې وي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د صلحې لپاره هره طرحه پکار دي چې د دغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کښې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د صلحې لپاره هره طرحه پکار دي چې د دغه هیواد د اساسي قانون په چوکاټ کښې وي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، حنیف اتمر نن وویل: له طالب ډلې سره صلحه هله ممکنه ده چې دغه ډله د افغانستان د خلکو غوښتنې او د هیواد د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو ساتنې ته د احترام قائل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم داشان زیاته کړه چې هیواد یې په تیرو دوو لسیزو کښې د ترهګرۍ له ننګونې سره مخامخ پاتې شوی خو هڅه یې کړې ده چې یوځل بیا په سیمه کښې د ترهګرۍ په اډې بدل نه شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کښې کیږي چې د ماسکو د صلحې غونډه هم نن پیلیدونکې ده او ورپسې به په استنبول کښې هم د صلحې غونډه ترسره شي.