د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت غونډه جوړوي
Mar 22, 2021 10:46 Asia/Kabul
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې به د دې هیواد په هکله د ملګرو ملتونووروستي راپور او ددغه هېواد امنیتي وضعیت و ارزول شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د امنیتي پېښو په کچه کې لس سلنه زیاتوالې راغلی ده.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې پر افغان سوله په مسکو کې غونډه جوړه شوې وه او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو په حضور کې په ترکیه کې هم د طالبانو او افغان حکومت د سولې کنفرانس جوړ شي.
ټیګونه