په کابل کې د سترې غمیزې مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98018-په_کابل_کې_د_سترې_غمیزې_مخه_ونیول_شوه
 د کابل پولیسو وئيلي دي ، نن سهار د کابل ښار دپنځمې حوزې په شاوخوا کې  په قنبر څلور لارې کې  له چاودیدونکو توکو ډکه رکشه کشف او   چاودیدونکي توکي ئې هم شنډ کړائ شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 24, 2021 09:30 Asia/Kabul
  • په کابل کې د سترې غمیزې مخه ونیول شوه

 د کابل پولیسو وئيلي دي ، نن سهار د کابل ښار دپنځمې حوزې په شاوخوا کې  په قنبر څلور لارې کې  له چاودیدونکو توکو ډکه رکشه کشف او   چاودیدونکي توکي ئې هم شنډ کړائ شوي دي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د  افغانستالن د کابل پولیسو  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د کابل ولایت  په پغمان  ولسوالۍ کې  له یوې چاودنې سره  په یووخت دکابل په لویدیځ کې  له چاودیدونکو توکو ډک یو ګاډی کشف او  شنډ کړ .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،نن سهار دپولیسو یو ګاډی، د کابل ولایت په شاوخوا پغمان ولسوالۍ کې  دسړک غاړې  په کیښودل شوي ماین وخوت چې د چاودنې له امله ئې یو شمیر پولیس ټپیان شوي دي .

 د کابل پولیسو وئيلي دي ، نن سهار د کابل ښار دپنځمې حوزې په شاوخوا کې  په قنبر څلور لارې کې  له چاودیدونکو توکو ډکه رکشه کشف او   چاودیدونکي توکي ئې هم شنډ کړائ شوي دي. په کابل  ښار کې ټارګټډ چاودنو  په  افغانستان کې د هدفمنو ترورونو ته د نړیوالې ټولنې په بې پامۍ  ددغه هیواد دبشري حقوقو  د کمیشن  نیوکې په ځان پسې درلودلي دي .

 د افغانستان د بشری حقوقو دکمیشن د راپور په اساس،  له یوکال مخکې وخت سره  په پرتله کولو کې په تیر میلادي کال کې هدفمند ترورونو اندازه  درې برابره زیاته شوې ، همداراز  هدفمند ترورونه ، په افغانستان  کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا اصلي عامل  دي .