تیر کال په افغانستان کې نري رنځ په زرګونو کسان وژلي دي
د افغانستان د روغتیائي چارو د وزارت سرپرست دغه راز د کروناویروس له خطرناکې خوریدا سره سره په یوه محدود وخت کې په نري رنځ د اخته ؤ کابو درې اویا زره کسانو د درملنې او ښه کیدا خبر هم ورکړی دی.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړی د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت سرپرست وحید مجروح پرون له نري رنځ سره د مبارزې دنړیوالې ورځې په مناسبت په دستورو کې په یولړ څرګندونو کې په تیر کال کې د سل یا نري رنځ د ناروغۍ له امله په افغانستان کې د قربانیانو شمیر نهه زره اته سوه تنه اعلان کړی او وئيلي ئې دي ، نری رنځ په نړۍ کې د خلکو د مرګ یو تر ټولو خطرناک عامل دی . د افغانستان د روغتیائي چارو د وزارت سرپرست دغه راز د کروناویروس له خطرناکې خوریدا سره سره په یوه محدود وخت کې په نري رنځ د اخته ؤ کابو درې اویا زره کسانو د درملنې او ښه کیدا خبر هم ورکړی دی.