پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98054-پر_کابل_پوهنتون_د_برید_اصلي_طرحه_کوونکی_ونیول_شو
په ننګرهار کې ملي امنیت ځواکونو پر کابل پوهنتون د ډله‌ییز برید اصلي طرحه کوونکی نیولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2021 13:00 Asia/Kabul
  • پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی ونیول شو

په ننګرهار کې ملي امنیت ځواکونو پر کابل پوهنتون د ډله‌ییز برید اصلي طرحه کوونکی نیولی دی.

زموږ د خبریال له راپور سره سم، د ننګرهار ولایت والی ضیاالحق امرخیل رسنیو ته وویل چي په کابل پوهنتون باندې د برید طرحه کوونکی د خپلو دوو ملګرو سره د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې ونیول شول.

د افغانستان د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلې چې افغان ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شنه لګړه سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې غړی حضرت علي مشهور په «ابو سعید اعظم» نیول شوی چي د کابل په پوهنتون باندې د برید طرحه کوونکی و.

د خبرپانې په وینا، نیول شوي کس د داعش ډلې له مشرانو سره په عراق، سوریه او بلجیم هیوادونو کې هم اړیکې درلودې.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.