د افغانستان ترینګلتیاوې لا په زیاتیدا دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98070-د_افغانستان_ترینګلتیاوې_لا_په_زیاتیدا_دي
  عمر زاخیلوال وئيلي دي ، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت پلانونه ،  هیواد د سولې په لور نه ،بلکې  د جنګ په لور کاږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 00:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان ترینګلتیاوې لا  په زیاتیدا دي

  عمر زاخیلوال وئيلي دي ، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت پلانونه ،  هیواد د سولې په لور نه ،بلکې  د جنګ په لور کاږي .

  زمونږ خبریال د طلوع نیوز  چینل له قوله راپور راکړ  په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر  او  د افغانستان  دنجات غورځنګ نومې نوي جوړ شوي  ګوند مشر عمر زاخیلوال  ددغه  غورځنګ د  موجودیّت  د اعلان په دستورو کې وئيلي دي ، له یوه پلوه  د سولې بهیر روان دی، خو بل پلوه  ځيني ډلې ټپلې وسلې ویشي  او خلک په وسلو سنبالوي . 

  عمر زاخیلوال  دې ته په اشارې سره  چې  نن سبا  له یوې خوا  د سولې بحث روان دی او بلې خوا  د لابدترو شپو ورځو  لپاره ډلې ټپلې  صفونه جوړوي ، وئيلي دي ، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت پلانونه ،  هیواد د سولې په لور نه ،بلکې  د جنګ په لور کاږي .

 د افغانستان د ولسی جرګې پخواني غړي جعفر  مهدوي هم  په دغې ناستې کې وئيلي دي، هغه پلانونه چې  د حکومت له خوا وړاندې کیږي ، او وخت په وخت د شپږمیاشتنیو  انتخاباتو بحث  وړاندې کوي، خو  دغه  پلانونه هیڅکله  هم د افغانستان دملت په ګټه نه دي او  خلک د قتل ګاه  په لور هدایتوي .  د افغانستان  د معارفو  پخواني وزیر فاروک وردګ هم  وئیلي دي  سولې ته رسیدا ، په سولې کې ژوند کول  د افغانستان د نجات  غورځنګ یو تر ټولو لومړنۍ اساسی موخه ده  ،په همدې خاطر دې  دبین الافغاني خبرواترو په بهیر کې د میرمنو  غوره  شتون  هم اړین دی  . د افغانستان راتلونکی تورتم دی  ، خو  دغه ګوند  هیچا ته اجازت نه ورکوي څو د سولې د بهیر په وړاندې خنډونه رامینځةکړي .