فرانسه دې د افغانستان په سولې کې راسره مرسته وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98128-فرانسه_دې_د_افغانستان_په_سولې_کې_راسره_مرسته_وکړي
 څه موده مخکې د فرانسې د پاریس  دښاروالۍ  شورا  فیصله کړې  چې  داحمد شاه مسعود  د افغانستان د ملی اتل د سوله غواړو مبارزو او د آزادۍ لپاره د هلوځلو په ویاړ  په پاریس ښار کې یو ځاي د هغه  په ویاړمنې نامې سره ونوموي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2021 07:50 Asia/Kabul
  •  فرانسه دې د افغانستان په سولې کې راسره مرسته وکړي

 څه موده مخکې د فرانسې د پاریس  دښاروالۍ  شورا  فیصله کړې  چې  داحمد شاه مسعود  د افغانستان د ملی اتل د سوله غواړو مبارزو او د آزادۍ لپاره د هلوځلو په ویاړ  په پاریس ښار کې یو ځاي د هغه  په ویاړمنې نامې سره ونوموي .

 زمونږخبریال  دصداي افغان خبري آژانس راپور راکړ د افغانستان دملی مصالحې د شورا مشر عبدا... عبدا.... فرانسې ته په سفر کې  ددغه هیوادله خارجه وزیر ژان  ایو لودریّن سره په کتنې کې  د افغانستان د سولې د بهیر دپرمختګ او ځينو خنډونو په باب  خبرې اترې او د فرانسې خارجه وزیر له وروستیو  سیمه ایزو او نړیوالو هلو ځلو او اقداماتو هم خبر کړ .

 ډاکټر عبدا... همداراز د فرانسې د مشرانوجرګې  له مشر سره  هم په کتنې کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او  د سولې د خبرو  اترو د پرمختګ په اړه  بحث او دنظر تبادله کړې ده .

 ډاکټر عبدا... چې د فرانسې د ښاروال  په بلنې سره د احمد شاه مسعود  د افغانستان د ملی اتل   په نامې سره د یوه سړک د نامې دکیښودلو په دستورو کې د ګډون لپاره  پاریس ته په سفر تللی ، د فرانسې د مشرانو جرګې له مشر جرارډ لارچر سره په کتنې کې  ئې له بین ا لافغاني خبرواترو د فرانسې د ملاتړ قدرونه کړې او دا ئې یو ارزښتمند کار بللی دی .  په دغې کتنې کې دواړو لورو  دافغانستان  او فرانسې د اړیکو ،  دافغانستان د سولې  دبهیر  او دغه راز دسولې له بهیره د سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړ او هلوځلو په باب  هم بحث  او د نظر تبادله کړې ده  .