د افغانستان نفوس په زیاتیدو دي
د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې ۵۷ فیصده زیات شوي دي
د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې ۵۷ فیصده زیات شوي دي
طلوع نیوز خبر ورکړی چې د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ادارې پرون وویل: د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې په ۵۷ فیصده زیاتوالي سره له ۱۹ میلیون او ۹۱ زره کسانو څخه ۳۲ میلیون او ۹ لاکه کسانو ته رسیدلي دي.
خبر زیاتوي چې د افغانستان د نفوسو د اوسني بهیر په دوام سره په راتلونکو دیرشو کلونو کښې به دغه شمیر له ۶۴ میلیون کسانو واوړي.
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو د ادارې ویاندې روبینه شهابي وايي، د نفوسو چټکې پراختیا او د روغتیا او د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو په شمول په مختلفو برخو کښې د امکاناتو محدودیت ته په پام سره، چارواکي باید له هم دا اوسه ځایه، په راتلونکي کښې د ښاریزو د اړتیاؤ د پوره کولو په فکر کښې شي.