امریکا او اسرائیلو د ایران پرضد جنګ بایللی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ناروې د سولې او د عدالت ګوند مشرې «ماریل لرانډ» د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه امریکا او صهیونیسټ رژیم د ایران پرضد جنګ کښې ماتې خوړلې ده او د ایران اسلامي جمهوریت په نړیوالو معادلاتو کښې د مقاومت په بیلګې بدل شوی دی.
هغې په دې خبرې سره واضح ده چې امریکا او اسرائیلو د ایران پرضد جنګ بایللی دی ټینګار وکړ په غیر پوځي سیمو او بیخ بنایانو باندې د بمباریو په شمول د پوځي بریدونو دوام به په دغه واقعیت کښې هیڅ بدلون رامینځته نکړي او یوازې د انساني تلفاتو او مرګ ژوبلو د زیاتیدا سبب ګرځي.
هغې د ایران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له جنګ څخه په لویدیځو هیوادونو کښې د عمومي افکارو د ملاتړ کمیدا ته په اشارې سره زیاته کړه:په اروپا کښې خلک بې وزله کیږي، انفلاسیون زیات شوی او بیې زیاتې شوي دي..... نو پر دې اساس د امریکا له دغه تیریګر جنګ سره د پیوستون لپاره هیڅ دلیل نه دی پاتی.
د ناروې دغه سیاستوالې ټینګار کړی دغه بهیر سوکه سوکه په لویدیځو هیوادونو کښې د دغه جنګ سیاسي روا والی کمزوری کړی دی.
هغې په دوام کښې په نړیوالو بدلونونو کښې د ایران مقام ته په اشارې سره وویل ایران د مقاومت په بیلګې بدل شوی او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د دباونو په وړاندې د تهران مقاومت کول د ډیرو ملتونو لپاره الهام بخښونکي دي او په دنیا کښې اوس ډیر خلک ایران د یوه اتل په توګه ویني.