هاآرتص: نتانیاهو اسرائیل له ځان سره تباه کوي
پارس ټوډې - یوې صهیونیسټي ورځپاڼې د اشغالګر رژیم دننه ژورو درزونو ته په اشارې سره، د دې رژیم په سیاسي او پوځي جوړښت کې له بحراني وضعیته پرده پورته کړې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ صهیونیسټي «هاآرتص» ورځپاڼې په خپل راپور کې منلې ده چې د صهیوصنیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سیاستونو له امله د دې رژیم ټولنه، له بېساري کچې له وېش او زوال سره مخ شوې او پوځي جوړښت یې هم سخت کمزوری شوی دی.
په دې راپور کې راغلي چې نتانیاهو به په پای کې واک پرېږدي، خو تر هغه مخکې به صهیونیسټي رژیم له ځان سره د زوال پر لور بوځي.
هاآرتص زیاته کړې چې د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر به یوازې هغه مهال له واکه ګوښه شي چې د دې رژیم سیاسي او ټولنیز جوړښت ته یې نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي وي.
دې اسرائیلي ورځپاڼې همدارنګه د واک په لوړو کچو کې اختلافاتو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې د صهیونیسټي رژیم ولسمشر اسحاق هرتزوګ، د نتانیاهو له بخښنې سره مخالف دی.
د دې راپور له مخې، د نتانیاهو د فساد قضیو د حل لپاره یو له مطرح انتخابونو څخه «قضایي هوکړه» ده، چې له مخې یې هغه باید له خپلې سیاسي دندې استعفا ورکړي؛ خو د داسې سناریو عملي کېدل په اوسنیو شرایطو کې لرې ښکاري.
دا ارزونې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې کورني بحرانونه، سیاسي اختلافات او د امنیتي بدلونونو فشارونه، د صهیونیسټي رژیم لپاره یو پېچلی وضعیت رامنځته کړی دی.