د افغانستان حکومتي پلاوی قطر ته تللی دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن وویل د دغه هیواد د حکومت د استازیو یوه(۱) پلاوي د طالبانو ډلې له استازیو سره د کتنې لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړ .
حمد الله محب زیاته کړه قطر ته د افغانستان د حکومت استول شوی پلاوی به په دوحې کښې د طالبانو ډلې له استازیو سره د ترکیې د راتلونکي غونډې په هکله خبرې وکړي ځکه چې په راتلونکي میاشت کښې د دغه ناستې د ترسره کیدا د زمینې د برابرولو لپاره هڅې روانې دي او د کابل حکومت د ترکیې په غونډې کښې د طالبانو د ګډون د سویې د معلومیدا په تمه دی چې خپله فیصله وکړي .
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب زیاته کړه له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو ایستل د قطر له موافقې سره هیڅ ارتباط نلري ځکه چې طالبان د تاوتریخوالو د سویې د کمولو او د اوربند د ټینګولو په شان د موافقې مادو ته پاې بنده نه دي .
حمد الله محب طالبان په تیرو دوو(۲) کلونو کښې د سولې پرځاې په جنګ تمرکز کولو تورن کړل او ویې ویل د ماسکو په غونډې کښې ګډون کونکو لورو حکومت ته د طالبانو ورستنیدل رد کړل .
د امریکا کارړنګونې او په تیره بیا په افغانستان کښې د امریکا د نیواکګرو ځواکونو شتون او د طالبانو لخوا د ځینو خنډونو جوړول چې بیا هم د امریکا لاسونه پکښې لیدل کیږي سبب شوي دي چې بین الافغاني خبرې اترې تراوسه روښانه نتیجه ولري .