په افغانستان کښې د انتقالي حکومت له امریکايي طرحې سره مخالفت وشه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98236-په_افغانستان_کښې_د_انتقالي_حکومت_له_امریکايي_طرحې_سره_مخالفت_وشه
د افغانستان (د مرکز ولسي او سیاسي شورا) په دغه هیواد کښې د انتقالي حکومت له امریکايي طرحې سره مخالفت کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د انتقالي حکومت له امریکايي طرحې سره مخالفت وشه

د افغانستان (د مرکز ولسي او سیاسي شورا) په دغه هیواد کښې د انتقالي حکومت له امریکايي طرحې سره مخالفت کړی دی.

د افغانستان (د مرکز ولسي او سیاسي شورا) په دغه هیواد کښې د انتقالي حکومت له امریکايي طرحې سره مخالفت کړی دی.

د افغانستان د صلحې د بهیر په هکله د ترکیې د استنبول د غونډې د ترسره کیدو لپاره له تیاریو سره هم مهاله (د مرکز ولسي او سیاسي شورا) غړو په کابل کښې یوې غونډې کښې، د انتقالي حکومت طرحه غیرعملي وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه امریکايي طرحه د افغانستان د اوسني نظام د له مینځه وړلو په معنا ده.

د یادې شورا مشر محمد ابراهیم عاصم وویل: د افغانستان اوسنې نظام په تیرو شلو کلونو کښې د زرګونو امنیتي ځواکونو د وینې او د مجاهدینو د مقاومت نتیجه ده او نه دي پکار چې تر بندو ورونو شاته پرې د صلحې د پروسې په نامه معامله وشي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک د امریکې فرمایشي او دستوري صلحه نه غواړي.

د افغانستان نورو شخصیتونو او د ولسي جرګي استزو هم په دغې غونډې کښې د افغانستان لپاره د امریکې په زور ویونکې او ګټه غواړې آیډیا باندې نیوکه وکړه.