د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98394-د_بغلان_پولیسو_د_ځانګړې_قطعې_قومندان_ووژل_شو
د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، شریف ا...خوستی د بغلان مرکز پلخمري کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2021 12:05 Asia/Kabul
  • د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان ووژل شو

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، شریف ا...خوستی د بغلان مرکز پلخمري کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم په بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، شریف ا...خوستی د بغلان مرکز پلخمري کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د ښاغلي بشارت په خبره په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

د ملی روغې جوړې عالي شورا د شریف ا... خوستي د وژل کېدو په هکله خواشیني ښودلې ده.

ددې شورا په اعلامیه کې د عبدا... عبدا... له قوله ویل شوي، په داسې حال کې چې د سولې ټینګېدو په هکله جدي هڅې روانې دي ورته بریدونه وضعیت نور هم پیچلی کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د غور مرکز فیروز کوه کې د غور والي پر موټریز کاروان برید کې ۷کسان ټپیان شول.