ننګرهار کښې د پچیراګام ولسوالۍ لپاره دداعش ډلې خودساخته مشر ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98420-ننګرهار_کښې_د_پچیراګام_ولسوالۍ_لپاره_دداعش_ډلې_خودساخته_مشر_ونیول_شو
د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د پچيراګام ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د خود ساخته مشر او ورسره د نورو داعشيانو د نیول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 10:07 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د پچیراګام ولسوالۍ لپاره دداعش ډلې خودساخته مشر ونیول شو

د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د پچيراګام ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د خود ساخته مشر او ورسره د نورو داعشيانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼي وويل د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کښې عملیات ترسره کړي چې پکې د نوموړي په وېنا دیادې ولسوالۍ لپاره د داعش تکفيري ډلې خودساخته مسئول زړور چې په شاه محمود مشهور ؤ له خپلو نهو ملګرو سره ونیول شو. د والی ویاند زیاته کړه، د عملیاتو په مهال یو کلاشنکوف ، او زیاته اندازه مهمات او فوځي تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 د والی ویاند وویل امنیتي ځواکونو همدارنګه دیوې وسله والې نښتې په مهال د يوې وسله والې ډلې مرکز په نښه کړ او په درنو وسلو سره او هوائي برید يې پرې وکړخو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي وسله والو مخالفینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.