استنبول کښې د افغانستان د صلحې د ترسره کیدو په هکله ګونګوسې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98452-استنبول_کښې_د_افغانستان_د_صلحې_د_ترسره_کیدو_په_هکله_ګونګوسې
د افغانستان په حکومت کښې ځینو سرچینو د اپریل په شپاړسمه نیټه د افغانستان د صلحې په هکله د استبول د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2021 02:52 Asia/Kabul
  • استنبول کښې د افغانستان د صلحې د ترسره کیدو په هکله ګونګوسې

د افغانستان په حکومت کښې ځینو سرچینو د اپریل په شپاړسمه نیټه د افغانستان د صلحې په هکله د استبول د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان په حکومت کښې ځینو سرچینو د اپریل په شپاړسمه نیټه د افغانستان د صلحې په هکله د استبول د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، د ترکیې ناسته به د اپریل په ۱۶مه پیل شي چې لس ورځې به دوام وکړي.

په معلوماتو کې ویل شوې چې د ترکیې په ناسته کې به د بحث مهمه موضوع افغان سوله او اوربند ته د طالبانو غاړه ایښودل وي.

هممهاله د افغانستان ۷ سیاسي ګوندونو، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اسلامي وحدت، د خلکو د اسلامي وحدت، ملي جنبش، ملي اسلامي محاذ او افغان ملت د ترکیې ناسته مهمه بللې او وايي، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لامل شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې، که دا تاریخي فرصت له لاسه ووته نو د افغانستان روانه جګړه به سیمې او نړۍ ته ناوړه پایلې ولري نو لازمه ده، چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یې ملاتړ وکړي.

په معلوماتو کې وړاندې راغلي چې په دغه ناسته کې به له پاکستان څخه ژمنه اخیستل کېږي چې په طالبانو به فشار راوړي او د سولې لپاره به ریښتینی ګام پورته کوي.